ایکنانیوز د عکاظ له قوله راپور راکړ، دغه عمره کونکو چې په ۱۴۴۶قمری کال کې د خادم حرمیّن شریفیّن د حج او عمرې د ځانګړي پروګرام میلمانو دوهمه ډله وه ، د مرغومې د میاشتې په لومړۍ نیټه ئې په مدینې کې د ملک فهد قرآن کمپلیکس کتنه وکړه .
دغه پروګرام په مدینې کې د عمرې د زیارتوالو د دیره کیدا په مودې کې ددوي لپاره د عربستان د اسلامی چارو د وزارت د کلتوري پروګرام په لړ کې اجرا شو .
عمره اداکونکي چې د اروپا د لوئې وچې له څوارلسو هیوادونو د ښځو اوسړیو ۲۵۰کسیز کاروان ؤ،د ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس مختلفې برخې ئې ولیدې د وحي د کلام د ارزونې ، چاپونې د ماډرن آوزارونو او د قرآن د چاپ مرحلو څخه خبر کړئ شول.
د کمپلیکس مسئولانو همداراز د قرآن د اهتمام او په مختلفو ژبو د قرآن د ترجمه کولو او د ارزونې د بشپړتیا د څرنګوالی له مختلفو مرحلو خبر کړئ شول او د ماډرن ټيکنالوجیو په وسیله ئې د آسماني کتاب د چاپ او ارزونې په چارو ډير خوښ او حک حیران شول.
د پروګرام په پاي کې د ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس مسئولانو اروپائي عمره ادا کونکو ته د دغه مرکز د چاپ قرآنونو یوه یوه نسخه هم ډالۍ کړه.
https://iqna.ir/fa/news/4255724